ننګرهار ولایت کې له خوراکي تاسیساتو څخه د ورځنۍ څارنې پر مهال ۱۵۰ کیلو ګرامه تاریخ تېره خوراکي توکي ترلاسه شوي دي

press_admin
Wed, Jan 17 2024 1:20 PM
sdf

 

ننګرهار ولایت کې له خوراکي تاسیساتو څخه د ورځنۍ څارنې پر مهال ۱۵۰ کیلو ګرامه تاریخ تېره خوراکي توکي ترلاسه شوي دي

۵/۷ ۱۴۴۵

په ننګرهار ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، ریاست له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون سه شنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د رجب د میاشتې په ۴ نیټه د یاد ولایت مرکز دریمې ناحیې اړوند، د کیک او کلچو له دوه تولیدي فابریکو او درې بابه خوراکه پلورنځیو څخه څارنه کړې ده.

په دغې څارنه کې یادو ذکر شویو فابریکو ته ستونزې او مشکلات په نښه او مسؤولینو ته یی د اصلاح امر وشو، همداراز دوی ته د غذایی مصؤنیت اړوند مهم نقاط تشریح شول تر څو ټول کارکوونکي یې  باید د تولید پرمهال ځانکړي لباس، ماسکونه، خولۍ او دستکشې ولري او د پاکو اوبو او وسایلو څخه استفاده وکړي.

د یادونې وړ ده د یادو تاسیساتو څخه ۱۵۰ کیلو ګرامه تاریخ تېره خوراکي توکي ترلاسه اود لمنځه وړلو په موخه په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د ریاست ودانۍ ته انتقال شوي دي.

Latest news

Thu, Apr 30 2026 8:29 AM
Background image

Coordination Meeting Held for the Transfer of Customs Samples to Central Laboratories

A coordination meeting was held to introduce and implement the signed memorandum of understanding between the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health and the. . .

Wed, Apr 29 2026 10:34 AM
Background image

Coordination Meeting Held Between the Technical Delegation of the Food and Drug Deputy Ministry and 29 Manufacturing Companies in Bangladesh

The technical delegation of the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health, led by محترم Alhaj Dr. Nematullah Ayubi, General Director of Regulation of Medicines and. . .

BACK TO NEWS