د ننګرهار مرستیال والي په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د ریاست څخه د لیدنې په ترڅ کې د یاد ادارې کارونه او فعالیتونه وستایل

press_admin
Sat, Jan 27 2024 8:41 AM
wqe

د ننګرهار مرستیال والي په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د ریاست څخه د لیدنې په ترڅ کې د یاد ادارې کارونه او فعالیتونه وستایل؛

۱۲/۷/۱۴۴۵

د ننګرهار مرستیال والي محترم مولوي سعيد احمد بنوري او مل پلاوي  پنجشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق د رجب د میاشتې په ۱۲ نیټه په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ادارې د ریاست څخه ليدنه وکړه.

په دغې لیدنه کې د ننګرهار ولایت لپاره د خوړو او درملو ملي ادارې رییس ښاغلي حافظ عبدالحی عباس د خپلو کارونو په اړه هر اړخیز د معلومات شریک کړل او زیاته یې کړه هڅه کوو ترڅو هېوادوالو ته ښه ، صحي او با کیفیته خواړه او درمل وړاندې شي.

ښاغلي عباس په یاده لیدنه کې د ننګرهار مرستیال والي سره د نورو ستونزو، مشکلاتو او وړاندیزونو ترڅنګ د ودانۍ د نشتون په اړه هم خپله ستونزه شریکه کړه.

د ولايت مرستيال مولوي سعيد احمد بنوري د خوړو او درملو ملي ادارې د کړنو ستاينه وکړه او د يادې ادارې رئيس ته يې ډاډ ورکړ چې د ستونزو او وړانديزونو په حل کې به يې قانوني اجرات تر سره کړي.

په ورته وخت ښاغلي حافظ عبدالحی عباس د هغو د راتګ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د مشرانو راتګ موږ ته لا روحیه راکوي ترڅو په خپلو کارونو کې ګړندي شو.

Latest news

Thu, Apr 30 2026 8:29 AM
Background image

Coordination Meeting Held for the Transfer of Customs Samples to Central Laboratories

A coordination meeting was held to introduce and implement the signed memorandum of understanding between the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health and the. . .

Wed, Apr 29 2026 10:34 AM
Background image

Coordination Meeting Held Between the Technical Delegation of the Food and Drug Deputy Ministry and 29 Manufacturing Companies in Bangladesh

The technical delegation of the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health, led by محترم Alhaj Dr. Nematullah Ayubi, General Director of Regulation of Medicines and. . .

BACK TO NEWS