د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د سوداګرۍ خونې له معاون وکتل

press_admin
Sat, Jan 27 2024 8:47 AM
ثق

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د سوداګرۍ خونې له معاون وکتل؛

1445/07/13 هـ ق

 د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر صاحب عبدالباري عمر او د درملو او روغتیايي محصولاتو معین حاجی صاحب رحمت الله رؤفي او ورسره مل پلاوې کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې  پنج شنبه د روان 1445هـ ق کال د رجب د میاشتې په 13 نیټه د یاد ولایت د سوداګرۍ خونې له معاون ښاغلي محمد ولي هوتک او یو شمیر نورو سوداګرو سره وکتل.

په یاده لیدنه کې د درملو او روغتیایي محصولاتو د کیفیت د تضمین، د یادو توکو معیاري انتقال، تذخیر او همدارنګه د قوانینو او اصولو په پلي کولو او یو شمیر ستونزو د حل په موخه هر اړخیز بحث او خبرې ترسره شوه. د خوړو او درملو ملي ادارې رهبري د سوداګرو د ستونزو او وړاندیزونو د اورېدلو تر څنګ هغوی ته اطمینان ورکړل چې ستاسو ټولې معقولې غوښتنې ته د قاتون او اصولو په چوکات کې به رسیده ګی وکړو ترسو په هیواد کې د درملو او غذایي توکو کیفیت او خوندیتوب تضمین شی.

Latest news

Sat, Feb 07 2026 10:49 AM
Background image

Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation Travels to Türkiye Leading a Technical Delegation

Dr. Hafiz Naimullah Ayubi, Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation under the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health of the Islamic. . .

BACK TO NEWS