په غور ولایت کې هم د خوړو او درملو ملي ادارې د آمریت پرانستنه وشوه

press_admin
Wed, Feb 07 2024 2:01 PM
سشی

په غور ولایت کې هم د خوړو او درملو ملي ادارې د آمریت پرانستنه وشوه؛

1445/07/26 هـ ق

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، د رهبرۍ په پراخو هلو ځلو او ولایاتو ته د خپلو څانګو د غزولو په لړ کې پرون سه شنبه د روان 1445هـ ق کال د رجب د میاشتې په 25 نیټه په غور ولایت کې هم د خوړو او درملو ملي ادارې آمریت د یاد ولایت د اړوند ادارو د استازو په شتون کې پرانیستل شو او ښاغلي داکتر صفي الله صارم په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د آمر په توګه وټاکل شو.

ددغې آمریت په پرانیست غونډه ښاغلي صارم د ادارې دندو، مسؤولیتونو، حیاتي او اقتصادي ارزښت په اړه هر اړ خیز معلومات شریک کړل او زیاته کړه هڅه کوي ترڅو په یاد ولایت کې خلکو ته باکیفیته او خوندي درمل او خوراکي توکي وړاندې کړي.

په ورته وخت د غور ولایت ځايي چارواکي باکیفیته خواړه او درمل د انسان د ژوند لپاره مهم توکي وبلل او په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د آمریت له پرانیستلو څخه خوښي څرګنده کړه.

Latest news

Sat, Feb 07 2026 10:49 AM
Background image

Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation Travels to Türkiye Leading a Technical Delegation

Dr. Hafiz Naimullah Ayubi, Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation under the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health of the Islamic. . .

BACK TO NEWS