ننګرهار ولایت کې د 13بابه درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې په ترڅ 64قلمه او 50کیلو غير معياري، تاريخ تېره درمل او خوراکي توکي ترلاسه شول؛

press_admin
Sun, Feb 18 2024 1:52 PM
شسی

ننګرهار ولایت کې د 13بابه درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې په ترڅ 64قلمه او 50کیلو غير معياري، تاريخ تېره درمل او خوراکي توکي ترلاسه شول؛

1445/08/7 هـ ق

په ننګرهار ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، ریاست له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون شنبه د روان 1445هـ ق کال شعبان د میاشتې په 6 نیټه د یاد ولایت دریمې او څلورمې ناحیو اړوند سیمو کې له 5 بابه درملتونونو او 8 بابه خوراکي تاسیساتو څخه څارنه ترسره کړې ده.

ددغې ورځنې څارنې په ترڅ 64 قلمه او 50 کیلو غير معياري، تاريخ تېره درمل او خوراکي توکي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د ریاست ودانۍ ته انتقال شول.

د یادې څارنې په ترڅ کې مسؤلينو ته د قيمتونو د اصلاح، د تاريخ تېره او بې کيفيته خوراکي توکو او درملو  د نه پلور او د خوړو د خونديتوب اړوند لازمې سپارښتنې وشوې.

Latest news

Sat, Feb 07 2026 10:49 AM
Background image

Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation Travels to Türkiye Leading a Technical Delegation

Dr. Hafiz Naimullah Ayubi, Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation under the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health of the Islamic. . .

BACK TO NEWS