په خوست ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ 1140بستې تارېخ تېر او بې کیفیته مشروبات(مرانډا) ترلاسه شول

press_admin
Sun, Mar 03 2024 11:37 AM
خوست

په خوست ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ  1140بستې تارېخ تېر او بې کیفیته مشروبات(مرانډا) ترلاسه شول؛

1445/08/21 هـ ق

خوست  ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې آمریت، له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون شنبه د روان 1445هـ ق کال د شعبان د میاشتې په20 نیټه د یاد ولایت مرکز اړوند د جوسو او ماشومانو د شیرنۍ  له 2 بابه تولیدي فابریکو څخه څارنه ترسره کړه.

ددغې څارنې په ترڅ کې 1140 بستې مشروبات (مرانډا) چې شمیر یې (6840) بوتله کیږي، 7 بشکي ذايقه او 2 کارتنه تارېخ  تېره ژاولې ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د آمریت ودانۍ ته انتقال شول.

همدا راز د خوراکي توکو د خوندیتوب او ساتلو په اړه د یادو خوراکي تاسیساتو مسؤولینو ته اړینې او لازمې سپارښتنې وشوې.

Latest news

Thu, Apr 30 2026 8:29 AM
Background image

Coordination Meeting Held for the Transfer of Customs Samples to Central Laboratories

A coordination meeting was held to introduce and implement the signed memorandum of understanding between the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health and the. . .

Wed, Apr 29 2026 10:34 AM
Background image

Coordination Meeting Held Between the Technical Delegation of the Food and Drug Deputy Ministry and 29 Manufacturing Companies in Bangladesh

The technical delegation of the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health, led by محترم Alhaj Dr. Nematullah Ayubi, General Director of Regulation of Medicines and. . .

BACK TO NEWS