د میربچهکوټ ولسوالۍ د درملو صنعتي پارک د ځمکو کرښهکښنه پيل شوه:
د کابل ولايت د میربچهکوټ ولسوالۍ، د خروټي کلي اړوند د درملو د صنعتي پارک د ځمکو د کرښهکښنې بهیر د کادستر ټیم او د کابل ولايت د املاکو رياست د انجنيرانو له لوري، د میربچهکوټ د املاکو مديريت په همکارۍ، پرون د شنبې په ورځ د ۱۴۰۴ هـ ش کال د جدي مياشتې په ۶مه، د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو د معين محترم الحاج مولوي حمدالله زاهد، د کابل ولايت والي محترم مولوي امين الله عبيد او د يادې ولسوالۍ د يو شمېر محلي مسؤلينو په حضور کې ترسره شو.
د درملو صنعتي پارک چې ټولیزه مساحت یې ۱۱۱۶.۸۹ جريبه ځمکه ده، د قانوني پړاوونو تر بشپړېدو، د اسلامي امارت د مشرتابه له مقام څخه د تائيد تر ترلاسه کولو او له اړوندو وزارتونو او ادارو سره د همغږۍ وروسته، نن په رسمي ډول د عملي تطبیق پړاو ته داخل شو. دغه پروژه له ۱۸ کلونو وروسته عملي بڼه خپله کړه او په راتلونکو پړاوونو کې به یې بنسټیزې چارې لکه د سړکونو احيا، برېښنا رسول، د اوبو تأمين او د فاضله اوبو سيستم په تدريجي ډول تطبيق شي.
د يادونې وړ ده چې د کورنيو درملو د توليد ملاتړ د عامې روغتيا وزارت له لومړيتوبونو څخه شمېرل کېږي.
