د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د سوداګرۍ نړيوال سازمان (WTO) سره د ژمنو د همغږۍ غونډه ترسره شوه:

jawid_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۰
د خوړو او درملو معینیت او د سوداګرۍ نړيوال سازمان (WTO) سره د ژمنو د همغږۍ غونډه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د ژمنو د تعقیب او همغږۍ غونډه د سوداګرۍ نړيوال سازمان (WTO) له مسؤلینو سره د ۱۴۴۷ هـ ق کال د جمادي‌الثاني د ۲۶مې نېټې د چهارشنبې په ورځ ترسره شوه، تر څو د هېواد د سوداګرۍ لپاره په نړيوال مارکېټ کې اسانتیاوې برابرې شي. په دې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ او د کرنې وزارتونو استازو، د پلان او پالیسۍ عمومي ریاست استازو او د خوړو او درملو معینیت د درملو اړوندو څانګو مسؤلینو ګډون درلود. غونډه د خوړو او درملو معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.

د غونډې په پیل کې محترم الحافظ ډاکتر نعیم‌الله ایوبي، د درملو او صحي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس او د معینیت وارسی کوونکي، مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د دغه ډول غونډو جوړول یې د هېواد د سوداګرۍ، په ځانګړي ډول د درملو او خوراکي توکو د صادراتو او وارداتو د اسانتیا لپاره ارزښتناک وبلل. نوموړي ګډونوالو ته د خوړو او درملو معینیت له لوري د رامنځته شویو اسانتیاوو او د صادراتي خوراکي توکو لپاره د روغتیايي تصدیق‌لیک د صادرولو په اړه معلومات وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې د خوړو او درملو معینیت د سوداګرۍ نړيوال سازمان (WTO) د ټولو ژمنو رعایت ته ژمن دی.

وروسته محترم عبدالوکیل مسلم، د سوداګرۍ نړيوال سازمان (WTO) رئیس، د اړتیا وړ موضوعات د پرزنټېشن له لارې ګډونوالو ته وړاندې کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۸:۲۹
Background image

مرکزي لابراتوارونو ته د ګمرکي نمونو د لېږد لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه؛

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د افغان پُست دولتي شرکت ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک د معرفي او پلي کولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه، چې پکې د درملو د صادراتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۴
Background image

په بنګله‌دېش کې د خوړو او درملو معینیت د تخنیکي پلاوي او ۲۹ تولیدي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي، چې مشري یې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس محترم الحافظ ډاکټر نعمت الله ایوبي کوله، په بنګله‌دېش هېواد کې د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۰
Background image

د خوړو او درملو معینیت د کارکوونکو لپاره د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» ښوونیز پروګرام پیل شو

د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» تر عنوان لاندې درې ورځنی ښوونیز پروګرام د مسؤلینو، استادانو او د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت ریاست د ۳۵ تنو. . .

BACK TO NEWS