ډاکتر عبدالباري عمر لنډه پیژندنه

د خوړو او درملو ملي ادارې د ریيس عبدالباري عمر لنډه پېژندنه

 

ښاغلی ډاکټر عبدالباري عمر  په ۱۹۸۹ میلادي کال کې د لوګر ولایت د پل علم په داودخېلو کلي کې زېږېدلی دی، لومړنۍ او ثانوي زده کړې یې په خپل پلرني ټاټوبي کې سرته رسولې او طبي لوړې زده کړې يې له هېواده بهر د معالجوي طب په برخه کې سرته رسولې دی، له طب پوهنځي د فراغت وروسته يې په مختلفو پوهنتونونو کې  د کدري غړي او استاد په توګه دنده سرته رسولې ده.

 د طبي سیسټم په عصري کولو او په افغانستان کې د عامې روغتیا د سکټور په لا پیاوړتیا باور درلودونکی ډاکټرعمر د خپلې کلینیکي پوهې بډاينې  په موخه  د امیجنگ او الټراسونوګرافۍ په برخه کې هم  د فراغت  ډيپلوم  ترلاسه کړی دی. 

نوموړي له فراغت وروسته په فعاله توګه د بېلابېلو موضوعاتو په اړه په ډېرو روزنیزو پروګرامونو، ورکشاپونو او تعلیمي سیمینارونو کې برخه اخیستې ده.

ښاغلی عمر د طب څانګې د پياوړي ډاکټر ترڅنګ د تکړه مجاهد او د افغانستان د اسلامي امارت د نورو بېلابيلو برخو په شمول د روغتیايي چارو کمېسيون د مهم غړي په توګه دنده ترسره کړې ده، چې په ترڅ کې یې په فعاله توګه د جګړې قربانیانو ته طبي خدمتونه وړاندې کړي دي.

د جهاد په دوران کې يې د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې د روغتیايي مرکزونو څارنه او نظارت ترسره کړی او هغه مهال يې د روغتیا برخې عمومي چارې پرمخ وړې دي. همدارنګه په ياد وخت کې نوموړي د افغانستان نږدې ټولو ولایتونو ته سفرونه کړي او هلته یې د افغانستان په روغتیايي سیسټم کې د نوې دورې پیلامه کړې ده.

ډاکټر عبدالباري عمر د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په ۲۱مه نېټه د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندی کولو (مسلکی) معین په توګه وټاکل شو. هغه د افغانستان د روغتیايي سکټور د یو باکیفیته بنسټ رامینځته کولو لپاره له هغه ليدلوري څخه ګټه پورته کړې ده چې ټولو افغانانو ته له کوم توپير پرته يو شان روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي.

ډاکټر عبدالباري عمر تل د روغتیا په مهمو شاخصونو کې د هېواد د عامې روغتیا سکټور د لاسته راوړنو د ساتلو ډاډ ورکړی او همدارنګه یې د عامې روغتیا سیسټم په لا ډېره بډایه کولو ټینګار کړی چې په روڼ او حساب ورکوونکي ډول معقولیت، صداقت او ایماندارۍ سره کارونه ترسره شي. 

ډاکټر عمر تل د روغتیا په برخه کې له اړوندو اړخونو سره په ګډه کار کړی او توانېدلی دی چې په خورا مهم وخت کې د افغانستان روغتیايي مرکزونه پرانیستي وساتي. د هغه د غوره فکر او ځواب ورکوونکو ستراتېژیو په پایله کې صحت طفل روغتون کې د ماشومانو د زړه جراحي څانګې فعالول، د وزیر اکبر خان په روغتون کې د ارتروسکوپي او آرتروپلاستي واحدونو تاسیس او فعالول دي. نوموړي تل د ولسوالیو، ولایتونو او مرکز ترمنځ د ځواب ویونکي او د لاسرسي وړ همغږۍ میکانېزم د رامنځته کولو ډاډ هم ورکړی دی.

ډاکټر عمر د مختلفو اړخونو د هڅو د یو مهم ملاتړي په توګه تل هڅه کړې چې د روغتیايي چوپړتياوو  شبکې لا پراخې کړي، نوموړي په ټول افغانستان کې د یو شمېر نويو روغتیايي مرکزونو د رامنځته کولو او لوړولو لپاره د اړتیا وړ ارزونو په ترسره کولو کې په فعاله توګه برخه اخیستې ده، د دې دورې په جریان کې هغه ځان د عامې روغتیا متخصص، لارښود، څارونکي او د مثبت بدلون نمونه ثابت کړی دی.

ډاکټر عمر د عامې روغتيا وزارت د معين په توګه له دندې ترسره کولو وروسته د عاليقدر اميرالمؤمنين شيخ القرآن والحديث هبت الله اخندزاده حفظه الله د ۱۴/۰۸/۱۴۴۳ نېټې او ۱۵۴۰ ګڼې حکم پر اساس د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د سرپرست په توګه وټاکل شو.

نوموړي د يوې خورا مهمې ادارې د مشر په توګه  چې وړاندې يواځې تر مرکز پورې محدوده وه، ولايتونو کې د څانګو او رياستونو  په فعالولو سره عملي ګامونه پورته کړي دي.

د نوموړي د هڅو په پايله کې د خوراکي توکو او درملو د خوندیتوب او کیفیت د ډاډ لپاره د افغانستان په څلورو زونونو کې د خوړو، درملو، طبي تجهيزاتو، واکسينونو او څېړنې څلور ستر معیاري لابراتوارونه جوړیږي او په څلورو نورو مهمو ولايتونو کې د خوړو د کيفيت ارزونې لابراتوارونه رامنځته کيږي.

د خوړو خوندیتوب چې په افغانستان کې یو خوب ګڼل کېده، په کابل کې د خوړو خوندیتوب د کنټرول مرکز له جوړېدو وروسته په حقیقت بدل شو.

ډاکټر عبدالباري عمر د نويو پاليسيو او کړنلارو په عملي کولو سره وتوانېد چې پانګه والو او سوداګرو ته اسانتياوې رامنځته کړې ترڅو په هېواد کې معياري درمل او خوراکي توکي توليد کړي.

د خوړو او درملو ملي ادارې د مشر په توګه د نوموړي له ټاکل کېدو وروسته بله مهمه دنده د قاچاق کنټرول او تر ټولو ټيټې کچې ته رسول دي، چې د ډاکټر عمر دا هڅې او کوښښونه د دې لامل شوي چې افغانستان ته د واردونکو درملو او خوراکي توکو د کيفيت کنټرول شي او همدارنګه د اداري سيسټم ډيجيټل کولو له لارې د اقتصاد په برخه کې د هېواد لپاره مهمه لاسته راوړنه شي.

نوموړي تل هڅه کړې چې وړ، متدين، تجربه لرونکي، اکاډميک او مسلکي کسان په کار وګماري چې همدا کړنې يې د خوړو او درملو ملي اداره د ځلېدو او د کارونو په ښه ترسره کولو کې مهمه ونډه لري.

ډاکټر عبدالباري عمر تل هڅه کړې ده چې هېوادوال په خپل وخت، ارزانه، کيفيت لرونکو او د ډاډ وړ خوړو او درملو ته لاس رسی ولري.