د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د سیمیزو تولیداتو دوهم نړیوال کنفرانس په څنډه کې د چین هیواد د ساینوپام د کمپنیو د ګروپ له عمومي رئیس سره وکتل

press_admin
Wed, Nov 08 2023 10:41 AM
netherland

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د سیمیزو تولیداتو دوهم نړیوال کنفرانس په څنډه کې د چین هیواد د ساینوپام د کمپنیو د ګروپ له عمومي رئیس سره وکتل

۲۴/۴/۱۴۴۵

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر صاحب عبدالباري عمر پرون سه شنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق د ربیع الثاني د میاشتې په ۲۳ نیټه په هالنډ هېواد کې د سیمیزو تولیداتو دوهم نړیوال کنفرانس  په څنډه کې د چین هېواد د ساینوپام د کمپنیو د ګروپ(درمل ، طبي محصولات ،غذاېي توکي ) له عمومي رئیس لي مینګ له عمومي رئیس سره وکتل.

ښاغلي عمر په یاد لیدنه کې پر یو شمیر مهمو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ، چې دافغانستان اوسنی وضعیت تر بل هر وخت پانګونې ته مناسب دی.

په ورته وخت کې  ښاغلي لي مینګ ژمنه وکړه چې د درملو او طبي محصولاتو په برخه کې به په افغانستان کې  پانګونه کوي او همدارنګه یې د افغانستان د خوړو او درملو په ملي اداره کې د یو شمیر چیناېي لوړ کیفیت لرونکو کمپنیو د ثبت غوښتنه  هم وکړه .

Latest news

Thu, Apr 30 2026 8:29 AM
Background image

Coordination Meeting Held for the Transfer of Customs Samples to Central Laboratories

A coordination meeting was held to introduce and implement the signed memorandum of understanding between the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health and the. . .

Wed, Apr 29 2026 10:34 AM
Background image

Coordination Meeting Held Between the Technical Delegation of the Food and Drug Deputy Ministry and 29 Manufacturing Companies in Bangladesh

The technical delegation of the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health, led by محترم Alhaj Dr. Nematullah Ayubi, General Director of Regulation of Medicines and. . .

BACK TO NEWS