په نیمرو کې د خوړو او درملو ملي ادارې آمر په یاد ولایت کې د مختلفو ادارو له مسؤولینو سره کتلي دي.

press_admin
Sat, Jan 27 2024 1:54 PM
df

په نیمرو کې د خوړو او درملو ملي ادارې آمر په یاد ولایت کې د مختلفو ادارو له مسؤولینو سره کتلي دي.

۱۴/۷/۱۴۴۵

په نیمروز ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې آمر ډاکټر محمد کبیر (سرحدي) د روان ۱۴۰۲ هـ ش کال د مرغومې (جدي) میاشتې په جریان کې په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د کارونو د پراختیا او همداراز د نورو اداراتو سره د همغږۍ د زیاتیدو په موخه د یاد ولایت د محترم والي، روغتیا ، استخباراتو، اقتصاد، د درملو د اتحادیې له رییسانو، د ګمرک له مرستیال  او درملیزو تاسیساتو له مسؤولینو سره کتلي دي.

په دغو کتنو کې ښاغلي سرحدي د ادارې اړوند دندو، ارزښت او مسؤولیتو په اړه هر اړخیز مالومات شریک کړي دي او د نورو ادارو څخه د همکارۍ غوښتنه کړې دي.

نوموړي د د درملیزو اتحادیې له مسؤولینو سره په کتنه کې له هغو غوښتنه کړې، چې خپلې ټولو چارې او خدمات د خوړو او درملو ملي ادارې د اصولو او قوانینو مطابق برابرې کړي.

په ورته وخت د یادو ادارو مسؤولینو نوموړي ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی ده او په یاد ولایت کې یې د خوړو او درملو ملي ادارې فعالیتونه اړین بللي دي.

Latest news

Thu, Apr 30 2026 8:29 AM
Background image

Coordination Meeting Held for the Transfer of Customs Samples to Central Laboratories

A coordination meeting was held to introduce and implement the signed memorandum of understanding between the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health and the. . .

Wed, Apr 29 2026 10:34 AM
Background image

Coordination Meeting Held Between the Technical Delegation of the Food and Drug Deputy Ministry and 29 Manufacturing Companies in Bangladesh

The technical delegation of the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health, led by محترم Alhaj Dr. Nematullah Ayubi, General Director of Regulation of Medicines and. . .

BACK TO NEWS