سمنګان ولایت کې د ورځنۍ څارنې پر مهال ۷۴ قلمه تاریخ تېره او بې کیفیته درمل ترلاسه شوي دي.

press_admin
Tue, Jan 30 2024 8:26 AM
as

سمنګان ولایت کې د ورځنۍ څارنې پر مهال ۷۴ قلمه تاریخ تېره او بې کیفیته درمل ترلاسه شوي دي.

۱۷/۷/۱۴۴۵

په سمنګان ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې آمریت د خپلو چارو د د شروع کیدو سره سم په لومړۍ ځل نن دوشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د رجب د میاشتې په ۱۷ نیټه د یاد ولایت مختلفو ناحیو اړوند له یو شمیر درملیزو تاسیساتو څخه څارنه او پلټنه کړې ده .

ددغې ورځنۍ څارنې پر مهال ۷۴ قلمه مختلف ډول تاریخ تېره او بې کیفیته درمل ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه يه یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د آمریت ودانۍ ته انتقال شوي دي.

همدا راز ددغې څارنې په ترڅ درملیزو تاسیساتو ته اړوندې او لازمې سپارتنې شوې ترڅو خپل خدمات او تاسیسات د خوړو او درملو ملي ادارې د اصولو او قوانینو مطابق برابر کړي.

Latest news

Sat, Feb 07 2026 10:49 AM
Background image

Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation Travels to Türkiye Leading a Technical Delegation

Dr. Hafiz Naimullah Ayubi, Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation under the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health of the Islamic. . .

BACK TO NEWS