په کونړ ولایت کې له خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې په ترڅ د 28 بستو نوشابو په شمول لسګونه کارته بې کیفیته او تاریخ تېره خوراکي توکي ترلاسه شول

press_admin
Sun, Feb 25 2024 8:46 AM
شس

په کونړ ولایت کې له خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې په ترڅ د 28 بستو نوشابو  په شمول لسګونه کارته بې کیفیته او تاریخ تېره خوراکي توکي ترلاسه شول؛

1445/08/13 هـ ق

په کونړ ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې آمریت، له خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو د خپلې څارنې د لړۍ په دوام نن شنبه د روان 1445هـ ق کال د شعبان د میاشتې په 13نیټه د یاد ولایت مرکز اړوند دوهمه ناحیې کرهالې سیمه کې د 3 بابه سوپر مارکیتونو او  1 باب هوټل څخه څارنه تر سره کړه.

ددغې ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 17 قلمه بې کیفیته او تاریخ تېره خوراکي توکي چې په هغو  28 بستې نوشابې، 9 کارتنه بسکټ، 3 کارتنه بیکري، 6 کارتنه کیک او 28 کارتنه جوس دي ترلاسه اود لمنځه وړلو په موخه د خوړو او درملو آمریت ودانۍ ته انتقال شول.

د خوړو او درملو د خوراکي توکو کارپوهانو هټیوالو ته د خوراکي توکو د خوندیتوب په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.

Latest news

Sat, Feb 07 2026 10:49 AM
Background image

Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation Travels to Türkiye Leading a Technical Delegation

Dr. Hafiz Naimullah Ayubi, Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation under the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health of the Islamic. . .

BACK TO NEWS