په ارزګان ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې د مشروباتو ۱۷۵ وړې او غټې بې کیفیته او تارېخ تېره بستې ترلاسه شوې

press_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۱:۲۵
ارزگان

په ارزګان ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې د مشروباتو ۱۷۵ وړې او غټې بې کیفیته او تارېخ تېره بستې ترلاسه شوې؛
۲۲/۱۰/۱۴۴۵ هـ ق
د ارزګان ولايت د خوړو او درملو آمريت له خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون سه شنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال د میاشتې په ۲۱ نیټه  د یاد ولایت په مرکز ترینګوټ کې د خوراکي توکو له ۴ بابه عمده او ۴ بابه خوراکه پلورنځيو څخه د څارنې په ترڅ کې د مشروباتو د ۱۷۵ وړو او غټو بستو، ۱۰ کارتنه کیک په شمول ۲۰ قلمه تاريخ تېر خوراکي توکي ترلاسه او دلمنځه وړولو په موخه یې د یاد ولایت د خوړو او درملو آمریت ته انتقال کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۸
Background image

د «افغانستان اسلامي امارت او د ازبکستان جمهوريت ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا» غونډه د لوړو پوړو چارواکو، د روغتیا سکتور مسؤلینو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو په حضور کې د کابل ښار د کابل ګرند هوټل په تالار کې ترسره شوه.

د «افغانستان اسلامي امارت او د ازبکستان جمهوريت ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا» غونډه د لوړو پوړو چارواکو، د روغتیا سکتور مسؤلینو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۴:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین د ازبکستان جمهوریت د درملو صنعت د پراختیا ادارې له رئیس او ورسره مل پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې.

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین د ازبکستان جمهوریت د درملو صنعت د پراختیا ادارې له رئیس او ورسره مل پلاوي سره د شنبې ورځې په ماسپښین، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شوال میاشتې په ۱۷ نېټه،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۰:۴۹
Background image

د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس د تخنیکي ټیم په مشرۍ ترکیې ته ولاړ

محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، پرون جمعه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شعبان میاشتې په ۱۸مه نېټه، د. . .

BACK TO NEWS