د میربچه‌کوټ ولسوالۍ د درملو صنعتي پارک د ځمکو کرښه‌کښنه پيل شوه:

jawid_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۱:۰
د میربچه‌کوټ ولسوالۍ د درملو صنعتي پارک د ځمکو کرښه‌کښنه پيل شوه:

د کابل ولايت د میربچه‌کوټ ولسوالۍ، د خروټي کلي اړوند د درملو د صنعتي پارک د ځمکو د کرښه‌کښنې بهیر د کادستر ټیم او د کابل ولايت د املاکو رياست د انجنيرانو له لوري، د میربچه‌کوټ د املاکو مديريت په همکارۍ، پرون د شنبې په ورځ د ۱۴۰۴ هـ ش کال د جدي مياشتې په ۶مه، د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو د معين محترم الحاج مولوي حمدالله زاهد، د کابل ولايت والي محترم مولوي امين الله عبيد او د يادې ولسوالۍ د يو شمېر محلي مسؤلينو په حضور کې ترسره شو.

د درملو صنعتي پارک چې ټولیزه مساحت یې ۱۱۱۶.۸۹ جريبه ځمکه ده، د قانوني پړاوونو تر بشپړېدو، د اسلامي امارت د مشرتابه له مقام څخه د تائيد تر ترلاسه کولو او له اړوندو وزارتونو او ادارو سره د همغږۍ وروسته، نن په رسمي ډول د عملي تطبیق پړاو ته داخل شو. دغه پروژه له ۱۸ کلونو وروسته عملي بڼه خپله کړه او په راتلونکو پړاوونو کې به یې بنسټیزې چارې لکه د سړکونو احيا، برېښنا رسول، د اوبو تأمين او د فاضله اوبو سيستم په تدريجي ډول تطبيق شي.

د يادونې وړ ده چې د کورنيو درملو د توليد ملاتړ د عامې روغتيا وزارت له لومړيتوبونو څخه شمېرل کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۸
Background image

د «افغانستان اسلامي امارت او د ازبکستان جمهوريت ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا» غونډه د لوړو پوړو چارواکو، د روغتیا سکتور مسؤلینو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو په حضور کې د کابل ښار د کابل ګرند هوټل په تالار کې ترسره شوه.

د «افغانستان اسلامي امارت او د ازبکستان جمهوريت ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا» غونډه د لوړو پوړو چارواکو، د روغتیا سکتور مسؤلینو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۴:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین د ازبکستان جمهوریت د درملو صنعت د پراختیا ادارې له رئیس او ورسره مل پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې.

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین د ازبکستان جمهوریت د درملو صنعت د پراختیا ادارې له رئیس او ورسره مل پلاوي سره د شنبې ورځې په ماسپښین، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شوال میاشتې په ۱۷ نېټه،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۰:۴۹
Background image

د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس د تخنیکي ټیم په مشرۍ ترکیې ته ولاړ

محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، پرون جمعه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شعبان میاشتې په ۱۸مه نېټه، د. . .

BACK TO NEWS