د افغانستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس د بنګله‌دېش د درملو د صنعت اتحادیې له مسؤلینو سره وکتل

jawid_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۰:۴۸
د افغانستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس د بنګله‌دېش د درملو د صنعت اتحادیې له مسؤلینو سره وکتل

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د پنجشنبې په ورځ، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شعبان میاشتې په ۳مه نېټه، د بنګله‌دېش هېواد ته د سفر پر مهال د دغه هېواد د درملو د صنعت اتحادیې له عمومي منشي، محترم ډاکټر محمد ذاکر حسین او د هغه له مل پلاوي سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.

په دې ناسته کې چې د افغان پلاوي غړو هم ګډون درلود، دواړو لوریو د درملو د تولید، تنظیم، سوداګرۍ او پانګونې په اړه پر مهمو موضوعاتو بحث او د نظر تبادله وکړه. په خبرو کې ټینګار وشو چې د درملو سوداګري باید په قانوني، منظم او شفاف ډول ترسره شي او د درملیزو تولیدي اقلامو د ثبت او ارزونې بهیر باید د ټاکل شویو معیارونو سره سم چټک او معیاري شي.

افغان پلاوي وړاندیز وکړ چې په راتلونکي کې افغانستان ته د صادرېدونکو درملو بیې دې پر لېبلونو په افغانیو ولیکل شي، ځکه دا کار د صادرونکو او افغان وګړو دواړو لپاره ګټور دی. همدارنګه ټینګار وشو چې هغه درمل چې د پای نېټه یې لنډه پاتې وي، افغانستان ته باید صادر نه شي.

په دوام کې، افغان پلاوي د سوداګرو د ستونزو د حل په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي اسانتیاوو د رامنځته کېدو وړاندیز وکړ او د بنګله‌دېش د درملو د صنعت اتحادیې غړي یې وهڅول چې افغانستان ته سفر وکړي او د هېواد په درملیز سکتور کې پانګونه وکړي.

له بلې خوا، د بنګله‌دېش د درملو د صنعت اتحادیې مسؤلینو ژمنه وکړه چې افغانستان ته به لوړکیفیته درمل په مناسب او ټیټ قیمت صادر کړي. همدارنګه د کابل او ډاکې ترمنځ د کارګو پروازونو د پیل پر اړتیا ټینګار وشو، تر څو د درملو او نورو توکو لېږد چټک او اسانه شي.

د ناستې په پای کې، دواړو لوریو د روغتیايي سکتور په برخه کې د ګډو همکاریو پر پراختیا، د درملو د کیفیت پر تضمین او د پانګونې د فرصتونو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او دغه ناسته یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهمه وبلله.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۰:۴۸
Background image

د افغانستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس د بنګله‌دېش د درملو د صنعت اتحادیې له مسؤلینو سره وکتل

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د پنجشنبې په ورځ، د ۱۴۴۷ هـ ق کال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۴:۵
Background image

د درملو او صحي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس د بنګله‌دېش د درملو تنظیم ادارې له رئیس سره وکتل

محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د خوړو او درملو د معینیت اړوند د درملو او صحي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د بنګله‌دېش جمهوریت ته، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شعبان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۹:۳۸
Background image

د خوړو او درملو معین د درملو او طبي تجهیزاتو د وارداتو له اتحادیې سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین، محترم الحاج مولوي حمدالله زاهد، د سه‌شنبې په ورځ د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شعبان د میاشتې په لومړۍ نېټه، د ماسپښین وروسته په خپل کاري دفتر کې، د خوړو. . .

BACK TO NEWS