د خوړو او درملو ملي ادارې د خوړو د خوندیتوب عمومي رییس او مل پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د احکامو او فرامينو د نظارت له رییس او د علما شورا د استازو سره وکتل

press_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۴ - ۱۱:۱۸
skajdk

د خوړو او درملو ملي ادارې د خوړو د خوندیتوب عمومي رییس او مل پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د احکامو او فرامينو د نظارت له رییس او د علما شورا د استازو سره وکتل؛

1445/08/2 هـ ق

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د خوړو د خوندیتوب عمومي رییس ډاکټر صاحب نعیم ایوبي، د خوراکي تاسیساتو د ثبت، لارموندنې او جواز ورکولو رییس انجینیر محمد ولي عادل بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې پرون دوشنبه د روان 1445 هـ ق کال د شعبان د میاشتې په لومړۍ نیټه د یاد ولایت د احکامو او فرامينو د نظارت له رییس مولوي صاحب طه او د علماوو شوار د استازو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې ښاغلي ایوبي د خوړو او درملو ملي ادارې فعالیتونه، لاس ته راوړنې او په بلخ ولایت کی د خوړو او درملو ریاست لاسته راوړنې او ستونزې له هغوی سره شریکې کړې.

په ورته وخت ښاغلي طه او د علما شوار استازو ياد پلاوي ته پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چی د بلخ ولایت د خوړو او درملو ریاست باید له یادو او نورو اړوندو ادارو سره پوره همغږي  ولري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۸:۲۹
Background image

مرکزي لابراتوارونو ته د ګمرکي نمونو د لېږد لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه؛

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د افغان پُست دولتي شرکت ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک د معرفي او پلي کولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه، چې پکې د درملو د صادراتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۴
Background image

په بنګله‌دېش کې د خوړو او درملو معینیت د تخنیکي پلاوي او ۲۹ تولیدي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي، چې مشري یې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس محترم الحافظ ډاکټر نعمت الله ایوبي کوله، په بنګله‌دېش هېواد کې د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۰
Background image

د خوړو او درملو معینیت د کارکوونکو لپاره د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» ښوونیز پروګرام پیل شو

د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» تر عنوان لاندې درې ورځنی ښوونیز پروګرام د مسؤلینو، استادانو او د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت ریاست د ۳۵ تنو. . .

BACK TO NEWS