د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس د امارتي ابنسینا شرکت له مسؤلینو سره وکتل:
محترم الحافظ ډاکټر نعیمالله ایوبي، د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، د خوړو او درملو معینیت د درملیزو برخو د رئیسانو په ملتیا، پرون چهارشنبه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د رجب د میاشتې په ۱۰مه، په خپل کاري دفتر کې د امارتي ابنسینا شرکت له مالي او اداري رئیس محترم الحاج محمد ایوب محمدي او د هغه له مل پلاوي سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.
د غونډې په پیل کې د امارتي ابنسینا شرکت مسؤلینو د خپلو درملیزو اقلامو د DMF ثبت، د نمونې اخیستنې او د تولیدي اقلامو د کیفیت کنټرول د پروسې د اسانتیا، د شرکت د قراردادي تولید د اسانتیا له نورو کورنیو تولیدي فابریکو سره، او همدارنګه د نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خپلې طرحې، ننګونې او ستونزې د خوړو او درملو معینیت له لوري سره شریکې کړې او په یادو برخو کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
وروسته محترم ډاکټر نعیمالله ایوبي د امارتي ابنسینا شرکت مسؤلینو ته ښه راغلاست ووایه، د هغوی هره موضوع یې په مسلکي ډول وڅېړله او د یاد شرکت د ستونزو د حل په برخه کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه. نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې امارتي ابنسینا شرکت د درملو د تولید او صادراتو په برخه کې روښانه او زرین مخینه لري، او د یاد شرکت له مسؤلینو یې وغوښتل چې د خپلو تولیدي اقلامو کمیت او کیفیت ته لا زیات پام وکړي؛ ځکه د هېواد د درملیز صنعت د مسؤلیت بار د یاد شرکت او د هېواد د نورو تولیدي فابریکو پر اوږو دی.
