په میدان وردګ ولایت کې له 3 بابه درملتونونو څخه د څارنې په ترڅ کې 63 قلمه مختلف ډول بې کیفیته او تاریخ تېر درمل ترلاسه شول؛

press_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۸:۴۰
asd

په میدان وردګ ولایت کې له 3 بابه درملتونونو څخه د څارنې په ترڅ کې 63 قلمه مختلف ډول بې کیفیته او تاریخ تېر درمل ترلاسه شول؛

1445/08/13 هـ ق

په میدان وردګو ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، آمریت چې تازه په یاد ولایت کې په فعالیت پیل وکړ نن شنبه د روان 1445 هـ ق کال د شعبان د میاشتې په 13 نیټه د یاد ولایت مرکز میدان ښار کې له 3 بابه درملتونونو څخه څارنه ترسره کړه.

ددغې څارنې په ترڅ کې 63 قلمه مختلف ډول تارېخ تېر، بې کیفیته او غېر معیاري درمل ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د آمریت ودانۍ ته انتقال شول.

په دغې څارنه کې درمليزو تاسيساتو  ته د خوړو او درملو ملي ادارې د اصولو او مقرراتو د عملي کولو توصیې هم وشوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۸
Background image

د «افغانستان اسلامي امارت او د ازبکستان جمهوريت ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا» غونډه د لوړو پوړو چارواکو، د روغتیا سکتور مسؤلینو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو په حضور کې د کابل ښار د کابل ګرند هوټل په تالار کې ترسره شوه.

د «افغانستان اسلامي امارت او د ازبکستان جمهوريت ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا» غونډه د لوړو پوړو چارواکو، د روغتیا سکتور مسؤلینو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۴:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین د ازبکستان جمهوریت د درملو صنعت د پراختیا ادارې له رئیس او ورسره مل پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې.

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین د ازبکستان جمهوریت د درملو صنعت د پراختیا ادارې له رئیس او ورسره مل پلاوي سره د شنبې ورځې په ماسپښین، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شوال میاشتې په ۱۷ نېټه،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۰:۴۹
Background image

د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس د تخنیکي ټیم په مشرۍ ترکیې ته ولاړ

محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، پرون جمعه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شعبان میاشتې په ۱۸مه نېټه، د. . .

BACK TO NEWS