په ننګرهار ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې ۱۰ کارتنه او ۵۰ کیلو ګرامه مختلف ډول تاریخ تېر او بې کیفیته درمل او خوراکي توکي ترلاسه شول؛

press_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۱:۳۶
ننگرهار

په ننګرهار ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې ۱۰ کارتنه او ۵۰ کیلو ګرامه مختلف ډول تاریخ تېر او بې کیفیته درمل او خوراکي توکي ترلاسه شول؛
۲۲/۱۰/۱۴۴۵ هـ ق
د ننګرهار ولایت د خوړو او درملو ریاست له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون سه شنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال د میاشتې په ۲۱ نیټه د یاد ولایت مرکز جلال اباد ښار لومړۍ او اتمې ناحیې اړوند سیمو کې له ۸ بابه درملتونونو، ۱ باب د درملو عمده پلورنځۍ، ۱۵ بابه خوراکه پلورنځۍ، ۱ باب تولیدي فابریکې او ۱ هوټل څخه د څارنې په ترڅ کې ۱۰ کارتنه او ۵۰ کیلو ګرامه مختلف ډول تارېخ تېر او بې کیفیته خوراکي توکي او درمل ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې د یاد ولایت د خوړو او درملو د ریاست ودانۍ ته انتقال کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۸:۲۹
Background image

مرکزي لابراتوارونو ته د ګمرکي نمونو د لېږد لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه؛

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د افغان پُست دولتي شرکت ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک د معرفي او پلي کولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه، چې پکې د درملو د صادراتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۴
Background image

په بنګله‌دېش کې د خوړو او درملو معینیت د تخنیکي پلاوي او ۲۹ تولیدي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي، چې مشري یې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس محترم الحافظ ډاکټر نعمت الله ایوبي کوله، په بنګله‌دېش هېواد کې د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۰
Background image

د خوړو او درملو معینیت د کارکوونکو لپاره د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» ښوونیز پروګرام پیل شو

د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» تر عنوان لاندې درې ورځنی ښوونیز پروګرام د مسؤلینو، استادانو او د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت ریاست د ۳۵ تنو. . .

BACK TO NEWS