په ننګرهار ولایت کې له 32بابه خوراکي او درملیزو تاسیساتو څخه 118قلمه بې کيفيته، غير معياري او تاريخ تېر درمل او خوراکي توکي ترلاسه شول

press_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۱۲:۵۹
nangarahr

په ننګرهار ولایت کې له 32بابه خوراکي او درملیزو تاسیساتو څخه 118قلمه بې کيفيته، غير معياري او تاريخ تېر درمل او خوراکي توکي ترلاسه شول؛

1445/08/14 هـ ق

په ننګرهار ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، ریاست له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون شنبه د روان 1445هـ ق کال د شعبان د میاشتې  په 13نیټه د یاد ولایت مختلفو ناحیو اړوند له 32بابه درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې په ترڅ کې 118قلمه بې کيفيته، غير معياري او تاريخ تېر درمل او خوراکي توکي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې د ننګرهار ولايت د خوړو او درملو رياست ودانۍ ته انتقال شول او يو باب درملتون د قانوني اسنادو د نه درلودلو، بې کيفيته، تاريخ تېري او قاچاقي درملو د پلور له امله مهرلاک شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۸:۲۹
Background image

مرکزي لابراتوارونو ته د ګمرکي نمونو د لېږد لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه؛

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د افغان پُست دولتي شرکت ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک د معرفي او پلي کولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه، چې پکې د درملو د صادراتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۴
Background image

په بنګله‌دېش کې د خوړو او درملو معینیت د تخنیکي پلاوي او ۲۹ تولیدي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي، چې مشري یې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس محترم الحافظ ډاکټر نعمت الله ایوبي کوله، په بنګله‌دېش هېواد کې د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۰
Background image

د خوړو او درملو معینیت د کارکوونکو لپاره د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» ښوونیز پروګرام پیل شو

د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» تر عنوان لاندې درې ورځنی ښوونیز پروګرام د مسؤلینو، استادانو او د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت ریاست د ۳۵ تنو. . .

BACK TO NEWS