په کونړ ولایت کې د ورځنۍ څارنې پر مهال 137 قلمه مختلف ډول تارېخ تېر او غیر معیاري درمل ترلاسه شوي دي.

press_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۵ - ۱۱:۴۱
kunar

په کونړ ولایت کې د ورځنۍ څارنې پر مهال  137 قلمه مختلف ډول تارېخ تېر او غیر معیاري درمل ترلاسه شوي دي.

1445/07/23 هـ ق

په کونړ ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې آمریت، له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون شنبه د روان 1445هـ ق کال د رجب د میاشتې په 22 نيته د یاد ولایت مرکز اړوند له (7 بابه درملتونونو، 7 بابه د درملو عمده پلورنځۍ او 3 بابه د درملو له ګدامونو) څخه څارنه کړې ده.

ددغې ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 137 قلمه تاریخ تېر او غېر قانوني درمل ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د آمریت ودانۍ ته انتقال شوي دي.

همدار په یاد څارنه کې درملیزو تاسیساتو ته توصیې وشوې ترڅو  په یاد ولایت کې د ادارې آمریت ته تشریف راوړي او مسؤل فني کارت ترلاسه کړي او خپلې چارې د خوړو او درملو ملي ادارې د اصولو او قوانینو مطابق برابرې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۸:۲۹
Background image

مرکزي لابراتوارونو ته د ګمرکي نمونو د لېږد لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه؛

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د افغان پُست دولتي شرکت ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک د معرفي او پلي کولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه، چې پکې د درملو د صادراتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۴
Background image

په بنګله‌دېش کې د خوړو او درملو معینیت د تخنیکي پلاوي او ۲۹ تولیدي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي، چې مشري یې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس محترم الحافظ ډاکټر نعمت الله ایوبي کوله، په بنګله‌دېش هېواد کې د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۰
Background image

د خوړو او درملو معینیت د کارکوونکو لپاره د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» ښوونیز پروګرام پیل شو

د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» تر عنوان لاندې درې ورځنی ښوونیز پروګرام د مسؤلینو، استادانو او د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت ریاست د ۳۵ تنو. . .

BACK TO NEWS