په کندهار ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 1000کیلو بې کیفیته او غېر معیاري درمل او خوراکي توکي ترلاسه شول

press_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۹ - ۱۳:۱۶
کندهار

په کندهار ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 1000کیلو بې کیفیته او غېر معیاري درمل او خوراکي توکي ترلاسه شول؛
1445/08/27 هـ ش
په کندهار ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، ریاست له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو د تېرې پنجشنبې په ورځ د روان 1445هـ ق کال د شعبان د میاشتې په 25نیټه د یاد ولایت 12ناحیې اړوند له 5بابه درملیزو او 10بابه خوراکي تاسیساتو څخه څارنه کړې، چې په نتیجه کې 62کارتنه مختلف ډول بې کیفیته، تارېخ تېر او غېر معیاري درمل او خوراکي توکو چې مجموعي وزن یې 1ټن کیږي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د ریاست ودانۍ ته انتقال کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۸:۲۹
Background image

مرکزي لابراتوارونو ته د ګمرکي نمونو د لېږد لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه؛

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د افغان پُست دولتي شرکت ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک د معرفي او پلي کولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه، چې پکې د درملو د صادراتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۴
Background image

په بنګله‌دېش کې د خوړو او درملو معینیت د تخنیکي پلاوي او ۲۹ تولیدي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي، چې مشري یې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس محترم الحافظ ډاکټر نعمت الله ایوبي کوله، په بنګله‌دېش هېواد کې د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۰
Background image

د خوړو او درملو معینیت د کارکوونکو لپاره د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» ښوونیز پروګرام پیل شو

د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» تر عنوان لاندې درې ورځنی ښوونیز پروګرام د مسؤلینو، استادانو او د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت ریاست د ۳۵ تنو. . .

BACK TO NEWS