د هېواد د درملتونونو د سروی او بیا ثبت پروژې عملي کار د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو:
د هېواد د درملتونونو د سروی او بیا ثبت پروژې عملي کار پرون د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د رجب د میاشتې په ۱۰مه نېټه، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر محترم الحاج مولوي نور جلال جلالي، د خوړو او درملو معین محترم الحاج مولوي حمدالله زاهد، د معینیت د بېلابېلو برخو محترمو رئیسانو، د اړوندو ادارو میلمنو او د هېواد د ټولو ولایتونو لپاره د ګومارل شوو سرتیمونو په ګډون، د خوړو او درملو د معینیت په عمومي تالار کې پرانیستل شو.
د غونډې په پیل کې محترم مولوي نور جلال جلالي د دې سترې او حیاتي پروژې د پرانیستې له امله د خوړو او درملو معینیت او د هېواد ټول متدین ولس ته مبارکي وویله او دا پروژه یې د عامې روغتیا د ودې، د درملو د عرضې د سیستم د پیاوړتیا او د خوندي، اغېزمنو او باکیفیته درملو ته د هېوادوالو د لاسرسي د تضمین په موخه یو ملي، اصلاحی او بنسټیز اقدام وباله. نوموړي زیاته کړه: زموږ ملت د اوږدو کلونو راهیسې د بېکیفیته درملو او غیر معیاري خدماتو له امله ځورېدلی او د دې پروژې په تطبیق سره به انشاءالله دغو دواړو ستونزو ته د پای ټکی کېښودل شي.
ښاغلي نور جلال جلالي د خوړو خوندیتوب او د درملو د اغېزمنتیا او کیفیت پر ارزښت د ټینګار ترڅنګ وویل: ټول وارداتي شرکتونه او تولیدي فابریکې باید هغه درمل او محصولات وارد، تولید او بازار ته وړاندې کړي چې له لازم خوندیتوب، کیفیت او اغېزمنتیا څخه برخمن وي.
وروسته محترم مولوي حمدالله زاهد، د خوړو او درملو معین، هم د دې سترې ملي پروژې پرانیسته یو لوی لاسته راوړنه وبلله او دا یې د هېواد مجاهد او ځورېدلي ولس لپاره د خوښۍ زېری وباله. نوموړي د پروژې اساسي موخې ګډونوالو ته تشریح کړې او د خوړو او درملو د تنظیمي سیستم پر وړاندې شته ننګونو او ستونزو ته یې په اشارې وویل: په تېرو وختونو کې مافیایي کړیو په قصدي ډول د درملو د تنظیم په سیستم کې بېنظمي رامنځته کړې وه چې له امله یې د هېواد د درملو مارکېټ د بېکیفیته او قاچاقي درملو په زېرمتون بدل شوی و او عملاً د دوا په نوم یې زموږ پر هېوادوالو زهر پلورل.
ښاغلي حمدالله زاهد زیاته کړه چې د دې پروژې په تطبیق سره به په ټولو ولایتونو، ولسوالیو، کلیو او قصباتو کې ټول درملتونونه، عمدهفروشي مرکزونه او د دودیزې طب درملتونونه سروی او ثبت شي. نوموړي د دې بهیر ملاتړ د هر افغان دنده او مسؤلیت وباله او په پای کې یې له دربارِ الهي څخه د توفیق دعا وکړه، تر څو دا پروژه په بشپړ بریالیتوب سره پای ته ورسېږي.
په پای کې محترمین حسیبالله حداد، د هېواد د درملتونونو د سروی او بیا ثبت پروژې مسؤل، او محمد رستم محمدي، د خوړو او درملو معینیت د معلوماتي ټکنالوژۍ آمر، هر یو په خپل وار د یادې پروژې د پېژندنې او د هغې د تخنیکي سیستم په اړه ګډونوالو ته لازم معلومات وړاندې کړل.
د یادونې وړ ده چې یاده پروژه د ۶۰ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت عملي کېږي او د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره به تطبیق شي. د دې پروژې په پایله کې به د هېواد ټول درملتونونه سروی شي، جواز لرونکي درملتونونه به په الکترونیکي بڼه بیا ثبت شي، خپلسر درملتونونه به تشخیص شي او په ټولو اړینو سیمو کې به د نفوس له مخې نوي درملتونونه ووېشل شي.
